زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-19  |  2024-04-28  |  تازه شوی په: 2024/04/28 - 05:27:1 FA | AR | PS | EN
په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه             په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی            

تاريخ النشر: 2021/01/08 - 15:00:0
زيارة: 896
مشاركة مع الـأصدقاء

فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د ټرمپ حسابونه تړلي

د خواله رسنیو مشهورو اپلیکشنو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حسابونه لږ تر لږه د راتلونکو دوه اونیو لپاره ځنډولي دي.

دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې ټرمپ تېره شپه د امریکا کانګرس ته په زور ننوتونکي لاریونوال وستایل او د خواله رسنیو له لارې یې ورته «تاسو سره مینه لرم» لیکلي وو.

ټرمپ چې د امریکا په ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته تل دغه ټاکنې د درغلۍ څخه ډکې یادوي، ټویټر یې له خبر سره سم ځانګړي معلومات هم خپروي چې د ټرمپ خبره هیڅ ثبوت نه لري.

ډونالډ چې پر کانګرس یې د خپلو پلویانو په زور ننوتل وستایل او د ویدیو له لارې یې هغوی ته پيغام ورکړ، ټویټر یې دغه ویدیو له هر ډول خوښولو، تبصرې او خپرولو څخه وتړله.

ټویټر وایي د ټرمپ درې ټویټونه چې زموږ د پالیسۍ مخالف دي لرې کړې دي، په وینا یې تر هغې به د ټرمپ حساب ځنډیدلی وي تر څو دغه درې ټویټونه پاک نه کړي.

بل لوري ته د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ هم ویلي چې د تاوتریخوالي د مخنیوي په خاطر یې د ولسمشر ټرمپ د فیسبوک او انسټاګرام حسابونه لږ تر لږه د دوه اونیو لپاره تړلي دي.

د فیسبوک دغې پریکړې چې د ټرمپ حساب یې ځنډولی خلک حیران کړي دي، دا په داسې حال کې چې ټرمپ په ولسمشریزه ماڼې کې خپلې وروستۍ شپې شماري او د جنوري په ۲۰مه نېټه به نوي ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته بشپړ واک وسپارل شي.

فیسبوک وایي د ولسمشر ټرمپ حساب به تر هغې تړلی وي تر څو د ولسمشریزې واک په سوله ییزه توګه جو بایډن ته وسپارل شي.

فیسبوک ددې لپاره چې په نږدې راتلونکې کې به د جو بایډن او د کانګرس ادارې سره معامله پېل کړي د ټرمپ پر پوسټونو چټک غبرګون ښودلی دی، دوی غواړي د نوې ادارې سره د سوداګرۍ مقررات پلي کړي.

باید وویل شي چې د چهارشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ پلویان د جو بایډن پر اداره کانګرس په داسې حال کې په زور ورننوتل چې هلته غونډه روانه وه، او په ترڅ کې یې ۴ کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21831






*
*

*



قرأ

چینایي مریخ ته تلونکې بېړۍ پر سرې سپوږمکۍ خپل ماموریت پیل کړ


د واټس اپ نوې پالیسي، که یې ونه منئ خپل اکاونټ به له لاسه ورکړئ





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان